پنجشنبه , سپتمبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د قرنطين په اوږدو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۴۹ پېښې ثبت شوې دي

د قرنطين په اوږدو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۴۹ پېښې ثبت شوې دي

د قرنطين په اوږدو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۴۹ پېښې ثبت شوې دي. د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په برخه کې د لویې څارنوالۍ مرستياله سينا شنا منصور وايي د تېر کال له قوس میاشتې تر اوسه له دوی سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۳۱ پېښې ثبت شوې چې ۲۴۹ يې يوازې د قرنطين په اوږدو کې دي. د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي وايي چې په دې کې جنسي تېری، وهل ټکول، په زور نکاح، له وخت وړاندې ودونه، جبري ګوښه توب، له ميراثه بې برخېتوب او داسې نورې ځورونې شاملې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: