شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / د لغمان والي په یو موټر بم برید کې روغ وتلی

د لغمان والي په یو موټر بم برید کې روغ وتلی

د افغانستان ختیځ ته لغمان کې چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د دوشنبې په ورځ( د اکټوبر ۵) د موټربم برید له امله د څلورو پوځیانو په ګډون اته کسان وژل شوي او ۲۸ ژوبل دي.

د کورنیو چارو وزارت هم یوه بیان کې پېښه تاییدوي او وايي، برید کې د والي ۴ امنيت ساتي سرتېري او ۴ ملکيان وژل شوي او د دوو ساتونکو په ګډون ۲۸ کسان ټپیان دي.

برید د مهترلام ښار سلطان غازي بابا مېنه کې د والي رحمت الله یارمل پر ګاډو شوی دی، خو چارواکي وايي، نوموړي ته زیان نه دی رسېدلی.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزی وايي، سهار لس بجې د والي په موټر هغه مهال چاودنه وشوه چې دی له خپل مېلسمتون دفتر ته روان و.

د لغمان د عامې روغتیا رييس صمد علي وویل، د پېښې له ځايه ۷ جسدونه او ۲۸ ژوبل ولايتي روغتون ور وړل شوي دي چې امنيتي سرتېري او ولسي خلک دي.

تراوسه د بريد مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: