شنبه , سپتمبر 19 2020
کور / خبرونه / د مومندو ایجنسۍ مېړنۍ ملاله په ډزو ویشتل شوې

د مومندو ایجنسۍ مېړنۍ ملاله په ډزو ویشتل شوې

د مومندو ایجنسۍ د مامدکټ سیمې زيبا بي بي په یو وسله وال برید کې ټپي شوې ده.

زيبا بي بي هغه میرمنه ده چې پروسږ کال د مۍ په میاشت کې یې د شپې پر مهال د ملېشه ځواکونو یو عسکر هغه وخت په ډزو وویشته او وه یې واژه  چې د دې کور ته یې بې له اجازته د ننوتلو هڅه کوله.

یاده بي بي له دې مېړانې وروسته د مومندې ملالې په نوم مشهوره شوې ده.

د سیمې سیاسي او ولسي مشرانو د امنیتي ځواکونو له خوا د خلکو کورونو ته داخلېدل غندلي ول او دا یې د سیمې د کلتور او دود دستور پرضد اقدام ګڼلی وو. 

په ساپو تحصیل کې عیني شاهدانو  ته وايي زیبا بي بي نن ماسپښین له کوره بهر په خشاک پسې وتې وه چې ناپیژندلو وسله والو ورباندې ډزې وکړی او زخمي یې کړه.

د کورنۍ غړي يې وايي چې له مرګه خوندي  ده او دا مهال يې د باجوړ په روغتون کې درملنه روانه ده.

تراوسه نه چارواکیو په دغه اړه څه ویلي او نه چا د برید ذمه واري منلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: