پنجشنبه , سپتمبر 24 2020
کور / خبرونه / بين المللي / د هانګ کانګ لپاره د چین په نوي قانون ټرمپ خبري غونډه کوي

د هانګ کانګ لپاره د چین په نوي قانون ټرمپ خبري غونډه کوي

د امریکا ولسمشر د مۍ پر ۲۸مه ویلي چې د چین د هغې پرېکړې په غبرګون به په یوه خبري غونډه کې اعلان کوي چې د هانګ کانګ لپاره یې د قانون سازۍ منظوري ورکړې ده.

که څه هم ټرمپ دغې قانون سازۍ ته د سخت ځواب ویلو ژمنه کړې خو د خپلو پلانونو په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

او داسې اندېښنې هم شته چې چین به دا اقدام د هانګ کانګ د نیمه خپلواکۍ ختمولو لپاره وکاروي.

د امریکا ولسمشر د هغو اقتصادي امتیازاتو ختمولو اختیار لري چې هانګ کانګ ته یې ورکوي، خو دا نه ده معلومه چې هغه به دا کار وکړي او که نه؟

په نورو ممکنه اقداماتو کې چې د امریکا ولسمشر یې کولای شي، هدفي بندیزونه، نوي چونګۍ (غم یا محصول) او پر چینايي کمپنیو لا نور بندیزونه پکې شامل دي.

د مې پر ۲۸مه د چین نېشنل پیپلز کانګرس د هانګ کانګ په اړه د قانون سازۍ بل منظور کړ.

نوي قانون سازي په هانک کانګ کې د مظاهره کونکیو د ځپلو لپاره کارول کېدای شي.

د چین وزیراعظم لي ـ کیق ـ یانګ وايي، دا قانون سازي به د هانګ کانګ استحکام او هوساینه زیاته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: