پنجشنبه , اپریل 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د هلمند اوسېدونکي د ولسمشریزو پایلو لغوه کېدو غوښتنه کوي

د هلمند اوسېدونکي د ولسمشریزو پایلو لغوه کېدو غوښتنه کوي

د هلمند ولایت اوسېدونکو د یوې سترې ولسي غونډې پرمهال د ولسمشرۍ ټاکنو د نهايي پایلو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه. ددې غونډې وینا وال وایي، چې دوی ته د ټاکنو وروستۍ پایلې ځکه مهمې نه دي، چې خلکو د سولې لپاره په ټاکنو کې ګډون ونکړ او اوس هم د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکوي. دوی وايي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې دې لغوه شي او د سولې هڅې دې ګړندۍ شي. له دې سره هم مهال په کندهار او یوشمېر نورو ولایتونو کې هم ورته غونډې ترسره شوي دي او قومي مشرانو او دیني عالمانو پر افغان سیاسیونو غږ کړی، چې د ټاکنو پرسر راپورته شوې لانجې د حل لپاره دې لاس په کار او په سوله دې تمرکز وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: