چهارشنبه , فبروري 19 2020
کور / خبرونه / بين المللي / د هند او پاکستان لومړي وزیران به د شانګهای په راتلونکې غونډه کې مخامخ خبرې او لیده کاته ولري

د هند او پاکستان لومړي وزیران به د شانګهای په راتلونکې غونډه کې مخامخ خبرې او لیده کاته ولري

د هند او پاکستان لومړي وزیران به د شانګهای په راتلونکې غونډه کې مخامخ خبرې او لیده کاته ولري. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د شانګهای د همکاریو سازمان غونډه دا ځل په هند کې جوړيږي چې په هغه کې به عمران خان او نریندا مودي مخامخ له یو بل سره وویني. په دې غونډه کې د چین، روسیې، هند او پاکستان په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونه ګډون کوي. ویل کېږي چې هند او پاکستان به د اړیکو پر بېلو اړخونو بحثونه او خبرې اترې ولري. د عمران خان او مودي د لیدنې راپورونه داسې مهال خپرېږي چې د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې ترینګلې دي او له میاشتو راهیسې یو بل ته نظامي ګواښونه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: