چهارشنبه , مې 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د واشنګټن پست خبریال: د افغان جګړې په تړاو ورکړل شوي اسناد رښتوني دي

د واشنګټن پست خبریال: د افغان جګړې په تړاو ورکړل شوي اسناد رښتوني دي

د واشنګټن پست خبریال چې د افغان جګړې په تړاو یې د امریکايي چارواکو له لوري پټ شوي اسناد افشا کړي وايي، د راپور ټول معلومات له معتبرو سرچینو ترلاسه شوي او واقیعت لري. ریک ویتلاک له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې ويلي، هېڅ امریکايي ادارې د خپرو شوو اسنادو د رد مناسب دلایل نه درلودل او ټول پوځي چارواکي په دې پوهیږي چې خپاره شوي اسناد واقیعت لري. نوموړی وايي امریکايي چارواکي وايي په افغانستان کې اوس هغه څه ترسره کوي چې باید ۱۶ کاله مخکې یې ترسره کړي وی. هغه وايي امریکایان پوهېدل چې طالبانو په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ میلادي کال کې ماتې خوړلې وه او وضیعت دې ته چمتو وو چې دغه ډله باید په سیاسي پروسه کې شامله شي خو بوش هغوی ترهګر وبلل او په دې باور وو چې ماته ورکولی شي. د واشنګټن پست د خبریال دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د افغان جګړې په تړاو د یادې رسنۍ له راپور وروسته د امریکا لوی درستیز او دفاع وزیر دغه راپور رد کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: