چهارشنبه , فبروري 19 2020
کور / خبرونه / د پاکستاني طالبانو یو مهم مشر وژل شوی دی

د پاکستاني طالبانو یو مهم مشر وژل شوی دی

د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د حکيم الله مسيد ډلې مشر شهریار مسيد د کونړ ولایت سره نېږدي په ډیورنډ کرښه کې په يوه بمي چاؤدنه کې وژل شوی دی.

د نصرت الله نصرت په نوم تن چې ځان يې د حکيم الله مسيد ډلې وياند معرفي کړی د شهريار مسيد د وژنې يې ويلي دي، او د هغه په ځای يې د نوي مشر ولي محمد (عمري) د ټاکنې ويلي دي.

راپورونه وايي د شهريار مسيد په ګاډي چاؤدنه شوې او هغه پکې وژل شوی دی.

د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله هم په سرحدي سېمه کونړ کې د امریکا په ډرون بريد کې وژل شوی ؤ. فضل الله د کال ۲۰۱۸ د جون په مياشت کې په هدف کړی شوی ؤ.

څو ورځې وړاندې پاکستاني طالبانو ويلي د دوی دوه مهم کمانډران په کابل کې وژل شوي دي.

محمد خراساني چې ځان د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند ګڼي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې يې دعوه کړې چې د دې ډلې دوه مهم کسان شیخ خالد حقاني او قاري سیف پېښوری د جنورۍ په ۳۱مه په کابل کې امریکایي ځواکونو وژلي دي.

پاکستاني طالبانو ته نزدې سرچینو دا هم منلې چې وایي کېدی شي دغه دوه مشران یې د پاکستان د استخباراتي ادارو ګومارل شویو وسلوالو وژلي وي.

د خالد حقاني د وژنې په اړوند افغان او پاکستاني چارواکو څه نه ؤ ويلي.

شیخ خالد حقاني د پاکستاني طالبانو د رهبري شورا مهم مشر او د دې تحریک پخوانی مرستیال مشر ګڼل کېږي او سیف پېښوری هم د دې ډلې مهم قومندان ګڼل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: