امریکایي خبریاله سنتهیارچي پرون ماښام د پاکستان پر پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني او د کابینې غړو کې د کورنیو چارو پخوانی وزیر رحمان ملک او مخدوم شهاب الدین باندې تور ولګاوه چې په اسلام اباد کې د ماموریت پر مهال یې له هغې سره زور زیاتی کړی دی.
د پاکستان نیا دور اردو ژبې ورځپاڼې خبر ورکړی، چې سنتهیارچي ویلي د پاکستان پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې په زور جنسي تېری راباندې وکړ.
نوموړې په دې تړاو له نړیوالو سازمانونو څخه د بې طرفه څېړنو غوښتنه کړې ده او نورو بهرنیو خبریالانو په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانو ته یې ګواښ کړی چې پاکستان ته له سفر کولو ډډه وکړي یا د سفر پر ومهال زما په څېر جنسي ځورونو ته اماده واوسي.
د نوموړې دې څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان پیپلز پارټۍ غبرګون ښودلی او ویلي یې چې د امریکایي خبریالې د څرګندونو تحقیق به وکړي.