د پاکستان د پارلمان ۶۹ غړي په کرونا وبا اخته شوي دي. د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې د مخکیني او اوسنيو وکیلانو له ډلې اته تنه د کرونا له امله مړه شوي هم دي. په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا وبا له امله د مړو ټول شمېر ۲۱۷۲ ته رسېدلی دی.