شنبه , سپتمبر 19 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د پروان ولایت تر څنګ په میدان وردګو کې هم راوتلو سیلابونو درانه زیانونه اړولي دي

د پروان ولایت تر څنګ په میدان وردګو کې هم راوتلو سیلابونو درانه زیانونه اړولي دي

د پروان ولایت تر څنګ په میدان وردګو کې هم راوتلو سیلابونو درانه زیانونه اړولي دي. د میدان وردګو ولایت ځایي چارواکي وایي چې ددغه ولایت په دایمرداد، چک، سید اباد، نرخ او جلریز ولسوالیو کې درانه سیلابونه راوتلي دي چې زرګونه هکتاره زراعتي ځمکه او باغونه یې ویجاړ کړي دي او دغه راز یې تر ۲۶۴ پورې کورونه هم له منځه وړي دي. چارواکي وایي چې دوی پېښو ته د رسیدګۍ په موخه بېړنۍ ناسته کړې ده خو په خبره یې امکانات یې محدود دي. ولایت مقام وایي د مرستیال والي په مشرۍ پلاوی له سیلاب ځپلو سره د اړینو مرستو لپاره کار کوي خو له مرکزي حکومت یې هم د مرستې غوښتنه کړې ده. ولایت مقام د ځاني تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

يوه تبصره

  1. havent tried yet, but it looks great

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: