د پوتین مخالف سیاستوال الکسي ناولني د زهري موادو په وسیله مسموم شوی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې جرمني ویلي داسې نښې نښانې لیدل کېږي چې الکسي ناولني د زهرجنو موادو په وسیله مسموم شوی دی او وضعیت یې نازک دی. نوموړی په روسیه کې د پوتین سخت او پیاوړی سیاسي مخالف ګڼل کېږي چې په ځلونو د روسیې د حکومت له لوري نیول شوی او بندي شوی هم دی. هغه مسکو ته په سفر و چې وضعیت یې خراب شو او تر هغه وروسته په برلین کې په یوه روغتون کې بستري شو. د هغه معالج ډاکټران وایي وضعیت یې نازک دی خو دوی به یې د ژغورلو پوره هڅه کوي. د جرمني حکومت بیا روسیه ددغه کار مسووله بولي او په وینا یې په دې اړه باید تحقیقات وشي.
