سه شنبه , مې 11 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / د پوځ مشر شمالي وزیرستان ته په سفر تللی او ادعا یې کړې چې په سیمه کې یې امنیت پر ځای کړی

د پوځ مشر شمالي وزیرستان ته په سفر تللی او ادعا یې کړې چې په سیمه کې یې امنیت پر ځای کړی

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د افغانستان سره په پوله د شمالي وزيرستان سرحدي علاقې او ميرانشاه ته ورغلی او ويلي يې په زياتره سيمه کې امنيت په ځای کړی شوی دی.
پوځ پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ ويلي جنرل باجوه د افغانستان سره په پوله د شمالي وزيرستان دوه تويي سېکټر ته ورغلی او د پوځي سرتېرو سره يې ليدلي دي.
ویل شوي نوموړي ته د افغانستان سره په پوله د امنيتي انتظام او د سيمو د ازغن تار لګولو په اړه احوال تېر کړی شوی او ورته هغه ځايونه ښودل شوي چې د پوځ په وېنا دغه پټ ځايونه به ترهګرو کارول پوځي مشر د عملیاتو څخه هم خبر کړی شوی دی.
جنرل باجوه ويلي سولې او ثبات ته ژمن دي او په دغه لړ کې پاکستان د خپلې برخې رول ترسره کوي.
د پوځ مشر د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د قبايلي خلکو د ملاتړ ستاينه کړې او ويلي يې په زياته سيمه کې امنيت په ځای کړی شوی خو ورسره یې دا هم ويلي چې په علاقه کې په ګرانه کوم امنيت په ځای کړی شوی د ځايي خلکو، سول انتظاميې او امنيتي ځواکونو شریکو هڅو ته اړتيا لري چې په ځای وساتلی شي.
خو د پوځ مشر په زياتره سيمه کې د امنيت په ځای کولو خبره په داسې حال کې کړې په علاقه کې وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي او په شمالي وزيرستان کې د کال 2014م د ضرب عضب عملیاتو له امله په کډوال شوؤ کې اوس هم د زرګونو په شمېره کې کورنۍ د کډوالۍ ژوند کوي.
د روانې میاشتې په سر کې په شمالي وزيرستان کې د اتمانزو جرګې غوښتي ؤ چې “ریاست (پاکستان) دې په سيمه کې امن يقيني کړي او که ناکامه وي نو د امن په ځای کولو دپاره ټول وسايل دې خلکو ته ورکړي اتمانزي به په خپله په دغو وسايلو امن په ځای کړي”.
اتمانزي د ټول شمالي وزيرستان قامي جرګه ده.
جرګې غوښتي ؤ چې د شمالي وزیرستان نه کوم خلک افغانستان ته او په پاکستان کې دننه کډوال شوي دي، هغوی دې زر تر زره بيرته ستانه کړی شي او د پاکستان او افغانستان په پوله پرتو خلکو ته دې د شناختي کارډ په بنياد تګ راتګ يقیني کړی شي.
يادې جرګې ويلي ؤ د شمالي وزيرستان ټول معدنيات لکه کاپر، کرومايټ او نور، او ورسره د چلغوزې په ټولو ځنګلونو دې د اړوند قومونو حق ومنل شي او په دغه لار کې جوړ خنډان دې لرې کړی شي.

17 تبصرې

  1. Смотреть фильм онлайн Родина онлайн в хорошем качестве смотреть вы можете посмотреть все премьеры
    фильмов

  2. Написать комментарий на отзыв описание

  3. buy ivermectin 12mg – stromectol 6 mg dosage ivermectin cream cost

  4. price of ivermectin tablets – ivermectin for humans amazon ivermectin 6mg online

  5. stromectol order online – ivermectin over the counter uk ivermectin oral solution

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *