جمعه , اګست 14 2020
کور / خبرونه / د پي ټي ایم مخکښ غړی عارف وزیر د نامالومه وسلوالو لخوا په ډزو ویشتل شوی

د پي ټي ایم مخکښ غړی عارف وزیر د نامالومه وسلوالو لخوا په ډزو ویشتل شوی

د پښتون ‍‍‍‍ژغورنې غورځنګ وايي،‌ د یاد غورځنګ یو مخکښ غړی عارف وزیر نن ماښام د واڼه په غوايي خوا سیمه کې د وسلوالو کسانو په برید کې سخت‌ ټپي شوی او اوس د واڼه په روغتون کې بستر دی.

د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د سوېلي وزیرستان د خلکو استازي علي وزیر ویلي نوموړی سخت ټپي دی. عارف وزیر د علي وزیر د تره زوی دی،‌ چې په پښتون ژغورنې غورځنګ کې یې تر ټولو زیات زندانونه تېر کړي دي.

د غورځنګ یوه بل مخکښ او د پاکستان په ملي اسمبلۍ کي د شمالي وزیرستان د خلکو استازی محسن دوړ بیا وايي، عارف وزیر په بریدکوونکو ځوابي ډزي کړې، چې بریدکوونکي هم ژوبل شوي دي.

د ښاغلي دوړ په خبره د واڼه روغتون له مشر ډاکټر سره یې خبرې شوي او هغه هم ورته ویلي،‌ چې عارف وزیر سخت ټپي دی.

علي وزیر چې تردې پېښې سمدستي وروسته له اسلام اباده واڼه ته روان شوی،‌ وايي، داسې رپوټونه دي،‌ چې پر بریدکوونکو ځوابي ډزي د عارف وزیر ملګرو کړې دي. ده وویل : ” کره څه نه شم ویلي خو ځینې کسان وايي،‌ څلور مرمۍ‍ لګېدلی،‌ او ځینې بیا وايي اته مرمۍ”. محسن دوړ د واڼه د ملکي روغتون د ډاکټرانو له خولې وايي، د عارف وزیر یوه مرمۍ په سر او یوه په غاړه کې لګېدلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: