چهارشنبه , اګست 5 2020
کور / خبرونه / پاکستان / د پښتونخوا چیف سکټري د اطلاتو سلاکار اجمل وزیر له دندې ګوښه کړی

د پښتونخوا چیف سکټري د اطلاتو سلاکار اجمل وزیر له دندې ګوښه کړی

د اطلاعاتو او عامه اړیکو لپاره د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير سلاکار اجمل وزير په سمدستي توګه له دندې ګوښه کړی شوی.

د خيبر پښتونخوا د چيف سکټري له دفتره د جولايي پر ۱۱مه، اعلامیه کې ويل شوي چې اجمل وزير د اعلا وزير د اطلاعاتو سلا کار له دندې نه په سمدستي توګه لېري کړل شوی.

خو په هغه نوټيفکشن کې د اجمل وزير لېرې کولو وجوهات نه دي ښودل شوي.

په اعلامیه کې راغلي چې د خیبر پښتونخوا د بلدیاتو، انتخاباتو او کلیوال پرمختګ سلاکار کامران بنګش ته د اطلاعاتو د سلار اضافي دنده سپارل شوې ده.

له دې وروسته نن د حکومت په یوه بله اعلامیه کې ویل شوي چې د یو اډیو برسېره کېدو پس اجمل وزیر له دندې لېرې کړل شوی په کومه کې چې په تورن ډول نوموړی له یو چا کمېشن یا رشوت غوښتنه کوي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر محمود خان د اډیو د پلټنې امر کړی.

اجمل وزیر د روان کال په مارچ میاشت کې د اعلی وزیر د اطلاعاتو سلاکار ټاکل شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: