پنجشنبه , اګست 13 2020
کور / خبرونه / د پی ټي ایم وژل شوی مخور غړی عارف وزیر خپل پلرني کلي کې خاورو ته وسپارل شو

د پی ټي ایم وژل شوی مخور غړی عارف وزیر خپل پلرني کلي کې خاورو ته وسپارل شو

د پښتون ژغورنې غورځنګ وژل شوی یو مخور غړی عارف وزیر نن یکشنبه د سویلي وزیرستان په واڼه کې په خپل پلرني کلي (غوا خوا) کې خاورو ته وسپارل شو.

له سیمې خلک وایي چې د نوموړي په جنازه ته د پاکستان له ګوټ ګوټ څخه زرګونه پښتانه راغلي و.

عارف وزیر تېره جمعه واڼه کې د وسله والو برید کې ټپی شوی و او وروسته یې د اسلام اباد پېمز روغتون کې ساه ورکړه.

نن یکشنبه د نوموړي د جنازې مراسمو کې د غورځنګ مشرانو منظور پښتین، علي وزیر او محسن دوړ هم ګډون کړی و.

منظور پښتین د جنازې پر مهال راټولو خلکو ته وویل، پښتانه باید یو موټی شي او له خپلو سیمو ترهګر ختم کړي، که نه نو راتلونکي نسلونه به یې هم د عارف وزیر په څېر وژل کېږي.

څېړونکي وایي د پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډون یو شمېر پښتانه اوس په دې نظر دي چې د پاکستان مخالف ترهګر اوس په سیمه کې شتون نه لري، خو په ډیرو نومونو هغه ترهګر لاهم شته چې ددغه هیواد استخباراتي اداره یې د خپلو ګټو لپاره کاروي او ښایي د عارف وزیر وژنه هم د دوی په لاس ترسره شوي وي.

د پاکستان ځينو نورو سیمو او نړۍ کې د عارف وزیر وژنې پراخ غبرګونونه را پارولي دي.

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې پر هغه د برید پلټنه وکړي.

خو تر دې دمه د پاکستان حکومت د دې پېښې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

بله خوا پرون شنبه د پاکستان د پنجاب ایالت د ګورنر چودري محمد سرور دفتر ته منسوب یو ټویټ پر خواله رسنیو پراخ غبرګونونه را وپارول.

په دې ټویټ کې ادعا شوې وه چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې غوښتل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ووژني، خو کله چې هغه ورنه پټ شو نو دوی د عارف وزیر مړی غورځنګ ته وسپاره.

د افغانستان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن پر خپله ټوېټر پاڼه په دې اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ له غړو سره خواشيني څرګنده کړې او ویلي يې دي چې، ”دوی (پښتون ژغورنې غورځنګ) زموږ ګډ غم ژاړي او د ترهګرۍ د رېښو د ايستلو او په بشپړ ډول يې د له منځه وړو غوښتنه کوي”.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر نورو افغان سیاستوالو هم د هغه وژنه غندلې ده.

عارف وزیر د غورځنګ د مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیره تره زوی و.
نوموړی څه موده وړاندې د غورځنګ له ځینو مشرانو سره یو ځای کابل ته تللی و او هلته یې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو کې هم ګډون کړی و.

4 تبصرې

  1. It’s really very complex in this full of activity life to listen news on Television, therefore I just use internet for
    that purpose, and get the latest news.

  2. Very nice blog post. I absolutely appreciate this
    site. Stick with it!

  3. Fantastic goods from you, man. I have understand your stuff previous to and you are simply too excellent.
    I actually like what you have bought right here,
    really like what you’re saying and the way in which
    in which you are saying it. You are making it entertaining and you continue to take care of
    to stay it sensible. I can’t wait to learn far more from you.
    This is actually a tremendous web site.

  4. Nice replies in return of this issue with real arguments and
    explaining all regarding that.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: