پنجشنبه , جنوري 21 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د څرخي پله زندان: یو شمېر زندانیانو په اعتصاب لاس پورې کړی

د څرخي پله زندان: یو شمېر زندانیانو په اعتصاب لاس پورې کړی

د څرخي پله يو شمېر زندانيان چې له وړمې ورځې راهيسې یې په اعتصاب لاس پورې کړی وايي چې د ولسمشر د بښنې فرمانونو په ترڅ کې یوازې هغه کسان خوشې کیږي چې واسطې او یا هم پیسې لري. د دغو معترضو زندانیانو شمېر نږدې سلو کسانو ته رسیږي چې وايي هر یو یې له ۷ تر ۸ کلونو زندان تېر کړی دی، خو د ولسمشر د بښنې فرمان پرې نه پلی کیږي. د دغو زندانيانو په وینا مسوولین ترې د خوشې کېدو په بدل کې پیسې غواړي. په دغو زندانیانو کې ان ځینې یې ادعا لري چې د بند موده یې بشپړه کړې خو بیا هم نه خوشې کیږي. دا لومړی ځل نه دی چې د څرخي پله له زندانه د اعتراض او اعتصاب غږ پورته کیږي، بلکې روان کال کې په ځلونو زندانیانو تردې سخت اعتصابونه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: