پنجشنبه , اپریل 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د ډاکټر عبدالله ډله: د درغلیو ډکې پایلې ورته د منلو نه دي

د ډاکټر عبدالله ډله: د درغلیو ډکې پایلې ورته د منلو نه دي

د اجراییه رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ویلي، دوی د دواړو ټاکنیزو کمیسیونونو پر کار شک لري او له درغلیو ډکې پایلې ورته د منلو نه دي. د یادې ډلې غړي فضل احمد معنوي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، ټاکنو کمیسیون نن هم په یو شمېر ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه پیل کړې ده چې د دوی ناظرین پکې حضور نه لري او په خبره یې، هیڅ امکان نه لري چې یو څوک دې له درغلیو ډکې پایلې پر خلکو تحمیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: