شنبه , سپتمبر 19 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د کابل ښار په نننې برید کې څلور کسان وژل شوي

د کابل ښار په نننې برید کې څلور کسان وژل شوي

د راپورونو له مخې نن سهار په کابل ښار کې د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح هغه مهال برید وشو چې خپل کاري دفتر ته پر لار و. تر اوسه د بريد څرنګوالی نه دی په ډاګه شوی، خو ځينې راپورونه وایي چې دا پېښه ښايي د ځانمرګي برید له امله رامنځ ته شوې وي. د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر پر امرالله صالح د برید پخلی کړی خو وایي چې هغه ته کوم زیان نه دی اوښتی. بلخوا روغتیايي سرچینو ویلي چې په پېښه کې څلور کسه وژل شوي او څوارلس نور ټپیان دي. سرچینې وایي چې په ټپیانو کې د امرالله صالح ساتونکي هم شامل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: