دوشنبه , سپتمبر 21 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د کرونا وایرس له امله افغان هوایي شرکتونو ته لسګونه میلینه ډالر زیان اوښتی

د کرونا وایرس له امله افغان هوایي شرکتونو ته لسګونه میلینه ډالر زیان اوښتی

کرونا؛ دوو افغان هوایي شرکتونو تر اوسه ۲۰میلیون ډالر زیان کړی

د کرونا وبا په راتلو سره په ټوله نړۍ کې د لویو او وړو شرکتونه کارونه نیږدې په ټپه درېدلي دي.

هوایي شرکتونه یو له هغو دي، چې په دې موده کې ډېر زیان ور اوښتی دی. په افغانستان کې هم دوو هوايي شرکتونو کام ایر او آریانا ته نیږدې۲۰ میلیونه ډالره او د ملکي هوايي چلند ادارې ته نیږدې اووه میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.

د افغان هوايي شرکتونو ۱۷۰۰ کارکونکي د حقونو له ورکړې پرته رخصت شوي دي.

د ملکي هواي چلند ادارې د مسوولینو په وینا د کرونا ویروس له پیله مخکې ۱۱ نړیوالو هوايي شرکتونو افغانستان ته الوتنې کولې او دوو افغان هوايي شرکتونو بیا په نړۍ کې ۲۵ ځایونو ته الوتنې کولې، چې اوس دا هر څه په ټپه ولاړ دي.

د افغانستان له فضايي حدوده د الوتنو تګ راتګ کمېدو له کبله دغې ادارې ته تر اوسه ۷ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: