دوشنبه , سپتمبر 21 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د کوزې پښتونخوا زمیندران ټولبند د یو لړ تاوانونو او مشکلاتو سره مخ کړي

د کوزې پښتونخوا زمیندران ټولبند د یو لړ تاوانونو او مشکلاتو سره مخ کړي

د خیبر پښتونخوا د زمیندارانو تنظیم (انجمن کاشتکاران خیبر پښتونخوا) مشر نعمت شاه روغانی وایي په دغه ایالت کې د موجوده وبایي صورتحال له وجې زمیندارانو ته ډېر تاوانونه اوښتې دي.

د یوشمېر فصلونو قیمتونه غورځېدلي دي. په ملک کې د روان ټولبند له وجې ډېرې سبزیانې او میوې په پټو کې خرابې شوي دي چه له کبله یې کرونده ګر د ډیرو مالي مشکلاتو سره مخ دي.

او بل خوا د حکومت د نه پاملرنې د وجې اوس زمینداران دې ته مجبوره شوي دي چې کر کرونده پرېږدي او نور روزګارونه پيل کړي.

نعمت شاه روغانی وایي په تېرو دوو میاشتو کې بارانونو او په ځینو سیمو کې ږلۍ اورېدو ولاړ فصلونه وهلي دي، چې پکې غنم هم شامل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: