شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / روسیه: افغان حکومت دې زر تر زره طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي

روسیه: افغان حکومت دې زر تر زره طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي

روسیې له افغان حکومت څخه غوښتي چې هر څه ژر د زندانیانو تبادلې پروسه پایته ورسوي او له طالبانو سره مخامخ مذاکرات پیل کړي. مسکو له کابل څخه غوښتي دي چې هر څه ژر د بندیانو خلاصون لړۍ بشپړه کړي او له مخالفینو سره مخامخ خبرې پیل کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اندېښنه ښودلې چې په بین الافغاني مذاکراتو کې هر ډول ځنډ د افغانستان سولې په برخه کې نړیوالې هلې ځلې تضعیفولای شي او د سولې ټینګښت لپاره د افغان چارواکو لېوالتیا له پوښتنې سره مخ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: