پنجشنبه , سپتمبر 24 2020
کور / خبرونه / بين المللي / روسیه کې یوه چورلکه نسکوره شوې ده

روسیه کې یوه چورلکه نسکوره شوې ده

روسیه کې د یوې نظامي چورلکې د نسکورېدو پېښه کې څلور کسان وژل شوي دي. د روسیې دفاع وزارت ویلي چې دا پېښه پرون د روسیې په شمال ختیځ سیمه کې را منځته شوې ده. چارواکي وایي، ډېر احتمال شته دی چې دا چورلکه د تخنیکي ستونزو له کبله را لوېدلې وي خو پولیسو د پېښې په اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي. د چوکوتکا جزیرې والي رومن کوپین ویلي، دا Mi-8 ډوله چورلکه د اګولنیه هوایي ډګړ ته څېرمه رانسکوره شوې او پکې سپاره څلور کسان ټول وژل شوي دي. دا په روانه میاشت کې دویمه چورلکه ده چې د تخنیکي ستونزو له امله نسکورېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: