سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / بين المللي / روسیې امریکا ته د نظامي ځواب ګواښ کړی

روسیې امریکا ته د نظامي ځواب ګواښ کړی

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو وایي، روسیه نظامي جګړو ته د ننوتو لېواله نه ده خو په خبره یې؛ ناټو یې په خپلو غیردوستانه کړنو نظامي ځواب ته اړباسي. نوموړي زیاته کړې، ناټو، روسیې ته وړاندیز کړی و چې د کرونا وبا پراختیا مخنیوي په موخه دې خپل نظامي تمرینات ودروي او دوی دا کار وکړ خو بروکسل له دې چارې سره منفي برخورد کوي. هغه ناټو تورنه کړه چې هڅه کوي له روسیې سره د امریکا په څېر سړې جګړې ته داخله شي. شایګو د خپلو خبرو پر دوام ویلي، د ناټو جاسوسي الوتکې د روسیې پولو ته څېرمه الوتنې کوي او په خبره یې دا د دوی تر منځ د شويو هوکړو خلاف عمل دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: