دوشنبه , سپتمبر 21 2020
کور / خبرونه / بين المللي / روسیې هغه راپورونه رد کړي چې ګواکي افغانستان ته به سرتېري لېږي

روسیې هغه راپورونه رد کړي چې ګواکي افغانستان ته به سرتېري لېږي

روسیې هغه راپورونه رد کړي چې ګواکي افغانستان ته به سرتېري لېږي. په کابل کې د روسیې سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي په دې وروستیو کې یو شمېر رسنیو د ضمیر کابلوف له قوله لیکلي چې د اړتیا پر مهال به روسیه د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره افغانستان ته ځواکونه لېږی. د روسیې سفارت وایي چې کابلوف دغه ډول څرګندونې نه دي کړې او نه هم د روسیې د حکومت په پلانونو کې دغه ډول څه شته دي. سرچینه کاږي چې دوی په افغانستان کې د سولې د راتګ ملاتړي دي او له دې پروسې سره هر ډول همکارۍ ته تیار دي. څو ورځې وړاندې رسنیو د ضمیر کابلوف له خولې لیکلي و، چې روسیه د سولې هوکړې ملاتړ کوي خو که اړتیا پېښه شي او افغان حکومت وغواړي نو روسي ځواکونه د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره افغانستان ته ورتلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: