سه شنبه , مې 26 2020
کور / خبرونه / روغتیا وزارت: د کرونا د مخنیوي لپاره اختر کې ماشومانو ته پیسې مه ورکوئ

روغتیا وزارت: د کرونا د مخنیوي لپاره اختر کې ماشومانو ته پیسې مه ورکوئ

وروسته له هغه چې کورونا وېروس د نوري نړۍ په څېر د افغانستان ګوټ، ګوټ کې هم د خپریدو په حال کې دی، د افغانستان عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتې چې د اختر په شپو او ورځو کې د یو او بل کورونو او مېلو ځایونو ته له تګ ډډه وکړي.

روغتیايي چارواکو دغه راز د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر له خلکو غوښتي چې د اختر په ورځو کې دي کوچنیانو ته نغدي پيسې نه ورکوي.

روغتیا پالان وايي، نغدې پیسې له یوه کسه بل ته د کورونا وېروس د لېږد لامل کېدای شي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح وايي، دا چې ماشومان د کورونا وېروس مخنیوي په لارو، چارو نه پوهېږي نو نغدي پیسې کېدای شي هغوی ته وېروس ور ولېږدوي.

”د نغدې پیسو له لار کېدای شي وېروس په چټکۍ سره انتقال شي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح وايي په اختر کې د عیدي یا د اختر مبارکۍ په نوم پیسې چې مشران یې کشرانو ته ور کوي، همدا پيسې ماشومانو ته د کورونا وېروس د لېږد لامل کېدای شي.

په یو شمېر اسلامي هېوادونو او په ځانګړي ډول په افغانستان کې په اخترونو کې ماشومانو د خپلوانو کورونو ته ورځي او مشران د اختر مبارکۍ په نوم هغوی ته نغدې پیسې، وچه یا لنده مېوه ور کوي.

خو اوس چې کورونا وبا نژدې په ټوله نړۍ کې خپره ده، روغتیاپالان وايي، د مخنیوي یوه لاره یې د ټولنیز واټن ساتل دي‎.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: