پنجشنبه , سپتمبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / زابل ولایت کې هوایي برید ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

زابل ولایت کې هوایي برید ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د زابل ځایي خلک وایي چې تېره ورځ د دغه ولایت په شاجوی ولسوالي کې د هوایي برید له امله شپږ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. عیني شاهدان وایي، دا برید پر هغو خلکو شوی دی چې له زندان څخه د یو خوشې شوي کس هرکلي ته ورغلي وو. د دوی په وینا په دې برید کې دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. خو د د زابل ولایتي چارواکي وایي وسله والو پرون پر امنیتي ځواکونو برید کړی او وروسته هوايي ځواکونه د امنیتي ځواکونو مرستې ته ورغلي او هوایي بریدونه یې کړي چې له امله یې ۱۸ وسله وال وژل شوي او ۳ ماشومان ټپیان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: