شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / زابل کې د افغان ځواکونو پر پوستې موټر بم برید شوی دی.

زابل کې د افغان ځواکونو پر پوستې موټر بم برید شوی دی.

د زابل والي ویاند ګل اسلام سیال وایي چې تېره شپه طالبانو د شاه جوی و لسوالۍ اړوند نورک سیمه کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي دي.

سیال وایي چې د نښتې پرمهال طالبانو پر افغان ځواکونو موټر بم برید هم کړی دی.

هغه وایي، اوس په سیمه کې نښته نشته خو د تېرې شپې په نښتې او برید کې ۶ سرتیري ټپيان شوي دي.

طالبانو د دغې نښتې او موټر بم برید په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: