یکشنبه , مې 31 2020
کور / خبرونه / بين المللي / زلمي خلیل زاد د افغان سولې په اړه د پاکستان پوځي مشر سره خبرې کړي

زلمي خلیل زاد د افغان سولې په اړه د پاکستان پوځي مشر سره خبرې کړي

په افغانستان کې امن لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ د پاکستان پوځي مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره په افغانستان او سیمه کې د سولې په اړه خبرې وکړي.

زلمی خلیلزاد په قطر کې د طالب استازو او بیا د هندوستان د سفر نه وروسته پاکستان ته رسېدلی دی.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو څانګې وویل جنرل قمر جاوېد باجوه او زلمي خلیلزاد د سیمې د امنیت په مجموعي صورتحال او په افغانستان کې مفاهمت په اړه خبرې وکړې.

پوځ په خپل بیان کې وویل زلمي خلیلزاد په سیمه د امن او ثبات لپاره د پاکستان د کوښښونو ستاینه وکړه.

زلمی خلیلزاد اکثر د خپلو رسمي ملاقاتونو په اړه معلومات په ټویټر شریکوي خو د جنرل باجوه سره د کتنې په باره کې یې څه نه دي ویلي.

په قطر کې د پنجشنبې، په ورځ د طالب استازو سره د خبرو په باره کې زلمي خلیلزاد په ټویټر وویل د طالبانو مشر مرکچي ملا عبدالغني برادر او د هغې ډلې سره یې په یو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې او د اسلام اباد نه په ستنېدو به په دوحه کې طالبانو سره نورې خبرې هم کوي.

زلمي خلیلزاد په یو ټویټ کې وویل چې طالبانو سره یې د قیدیانو د تبادلې ترڅنک په افغانستان کې د بې درکه شوي امریکايي مارک فریریکس د ازادۍ په موضوع خبرې وکړې.

په قطر کې د فېبرورۍ په ۲۹مه د امریکې او طالبانو د معاهدې لاس لیک کیدو نه وروسته ټاکل شوي وه چې د بین الافغاني مذاکراتو بهیر به شورو کړی شي خو دغه عمل په افغانستان کې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د نه خلاصون او سیاسي اختلافاتو له امله ځنډېدلی دی.

بلخوا د پاکستان خارجه وزارت غږ کړی چې ټول افغان اړخونه باید دسولې په شرطونو عمل وکړي.

د پاکستان خارجه وزارت وایي“په افغان سوله کې دپاکستان کردار یوازې د اسانتیاؤ برابرونکی دی اؤ مونږ فریقینو ته مشوره ورکوؤ چې هغوی باید افغانستان کې دسولې فرصت له لاسه ورنکړي.”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: