جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / زړګی عبادي: د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ د طالبانو ډلییز بریدونه په شا تمبول شوي

زړګی عبادي: د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ د طالبانو ډلییز بریدونه په شا تمبول شوي

د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي وایي چې د دغه ولایت په ګېزاب ولسوالي د وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه په شا تمبول شوي او ولسوالي له محاصرې څخه ژغورل شوې.

تیره شپه د یادې ولسوالۍ پر مرکز وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه کړي وو چې د چارواکو په وینا افغان قواوو پر شا تمبولي.

نوموړي زیاته کړه: “د ګیزاب په ولسوالۍ کې وضعیت تر کنټرول لاندې دی، کومي امنيتي پوستې چې تر محاصرې لاندې وې هغوی ته کومکي سرتیري نن سهار وررسیدلي او په نږدې راتلونکې کې به ګیزاب ولسوالۍ کې نوري قواوي هم ځای پر ځای شي.”

خو د ارزګان ولایت یوې امنیتي سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې لاهم د ولسوالۍ مرکز د سقوط له ګواښ سره مخامخ دی.

سرچینې زیاته کړه چې د ګیزاب ولسوالۍ د امنیتي ګواښونو په اړه د ولسوالۍ مسئولینو له ولایتي ادارې څخه د مرستې غوښتنه کړې وه خو پر وخت اقدام ندی شوي.

دا په تیرو دریو ورځو کې د ګیزاب ولسوالۍ پر مرکز د وسله والو طالبانو دوهم لوی برید دی چي تر سره کیږي.

د تېرې پنجشنبې په شپه هم وسله والو د یادې ولسوالۍ پر مرکز ډله ییز بریدونه کړي وو چي د نوموړي ولسوالۍ د پاڅون والو د مشر په ګډون پنځه افغان سرتیري پکښې وژل شوي وو.

ګیزاب د ارزګان ولایت په ختیځ کې له دایکندي ولایت سره په سرحد کې پرته د ارزګان نا امنه ولسوالي ده.

خپله وسله والو طالبانو د ګیزاب ولسوالۍ د نښتو په اړه کومه تبصره نده کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: