جمعه , جولای 3 2020
کور / خبرونه / سعودي:سږ کال به بهرني وګړي د حج په مراسمو کې ګډون نه کوي

سعودي:سږ کال به بهرني وګړي د حج په مراسمو کې ګډون نه کوي

سعودي عربستان اعلان وکړ چې سږ کال به بهرني وګړي د حج په مراسمو کې ګډون نه کوي. د سعودي عربستان حکومت وايي چې د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي لپاره یې دا پرېکړه کړې ده. د پرېکړې له مخې یوازې هغه بهرنیان د حج په مراسمو کې ګډون کولی شي چې په سعودي عربستان کې مېشت دي او له بهر به هېڅوک دغه مراسمو ته نه ورځي. سعودي وايي د کرونا ویروس خطر شته دی، که د حج مراسمو ته ډېر خلک راځي نو ټولنیزه فاصله نه مراعات کېږي چې ناورین به رامنځ ته کړي. ټاکل شوې وه چې سږ کال د حج په مراسمو کې تر دوو میلیونو پورې وګړي ګډون وکړي، خو د کرونا ویروس دا هر څه محدود کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: