سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / اقتصاد / سعودي عربستان له پاکستان سره خپلې مرستې درولي

سعودي عربستان له پاکستان سره خپلې مرستې درولي

راپورونه وایي چې سعودي عربستان له پاکستان سره خپلې مرستې درولې دي. د راپورونو له مخې، سعودي حکومت پرېکړه کړې ده چې له دې وروسته به پاکستان ته نه تېل او نه هم پور ورکوي. راپورونه وایي چې
د کشمیر په مسئله کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د غونډې نه رابللو پر سر د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې دي. سعودي تېره اوونۍ له پاکستان څخه د هغه ۶.۲ میلیارد ډالرو پور له ډلې یو میلیارد هغه هم بېرته واخیستل چې موده وړاندې یې دغه هېواد ته ورکړی و. د یادونې ده چې د سعودي ولی عهد محمد بن سلمان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د یاد پور هوکړه لاسلیک کړې وه.

يوه تبصره

  1. Attractive section of content. I just stumbled upon your site and in accession capitalto assert that I get in fact enjoyed account yourblog posts. Anyway I’ll be subscribing to your feedsand even I achievement you access consistently fast.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: