د کرونا وبا له کبله د سعودي عربستان حکومت پر دې غور کوي چې سږ کال لږو کسانو ته د حج د ادا کولو اجازه ورکړي. په سعودي عربستان کې د کرونا د ناروغانو شمېر تر ۱۰۰ زرو اوښتی دی. رويټرز خبري آژانس د سعودي عربستان د دولتي سرچينو په حواله ويلي چې په دغه هېواد کې اوسمهال د حج د سږنيو مراسمو پر وخت د زایرينو د شمېر پر محدودولو غور کيږي. د سعودي حکومت په مارچ مياشت کې اسلامي هېوادونو او مسلمانانو ته ويلي وو چې د حج پلانونه دې نه حتمي کوي. ويل شوي چې سږ کال به هر هېواد ته د حج د سهمیې پر ځای يوازې د شلو سلنو خلکو د لېږدولو لارښوونه وشي او دا کسان به هم تر کلکو روغتيايي آزموینو وروسته سعودي عربستان ته لېږدول کیږي.
