دوشنبه , جون 1 2020
کور / خبرونه / بين المللي / سعودي کې نن پریکړه کېږي چې د نړۍ مسلمانانو ته د حج اجازه ورکړي که نه

سعودي کې نن پریکړه کېږي چې د نړۍ مسلمانانو ته د حج اجازه ورکړي که نه

دسعودي حکومت نن پرېکړه کوي چې د کرونا وایرس د وبا له امله سږکال دنړۍ مسلمانانو ته دحج اجازه ورکړي که نه؟

سرچنې وایي د سعودي چارواکو د حج په هکله خپلو کې مشورې سرته رسولي اؤ نن به په دغه اړوند خپله پرېکړه واوروي.

سرچینې زیاتوي چې خانه کعبه کې د صفایۍ نظام نور هم غوره کړل شوی اؤ حرم شریف ته په ننوتونکو ټولو دروازو دجراثیم ضد سپری کولو نظام نصب کړل شوی دی.

تر دې دمخه داپریل په میاشت کې دسعودي عرب دحج وزیر ډاکټر محمد صالح بن طاهر بنتن د کرونا وائروسو له امله د رامنځته شوي بې باوره وضعیت په تناظر کې د نړۍ په مسلمانو غږ کړی ؤ چې باید د حج تیارۍ پریږدي.

د سعودي عرب د دولتي ټي‌ وي الاخباریه سره خبرو کې د سعودي دحج اؤ عمرې وزیر ویلي سعودي عرب د حج اؤ عمره کوونکو د خدمت لپاره په بشپړ ډول اماده دی اؤ‌ څه وخت هم عمره کوونکو ته سعودي ته د راتګ اجازه ورکولی شي.

خو د دې ترڅنګ هغه دا هم ویلي چې د کرونا وائرسو په چټکتیا سره دخوریدو له امله د سعودي حکومت دخپلو وګړو اؤ د نړۍ دمسلمانانو روغتیا ته فکرمند دی.

دپاکستان دمذهبي چارو وزیر نورالحق قادري هم دمخه ویلي وؤ چې د روژې نیمایي پورې به په ډاګه شي چې سږکال به دحج فریضه ترسره شي که نه؟

تیرکال د ټولې نړۍ څخه ۲۵لکو کسانو دحج ادا کولو دپاره سعودي عرب ته سفر کړی ؤ خو داځل دسعودي دحج اؤ عمرې وزیر د نړۍ د اسلامي هیوادونو حکومتونه د حج د تړونونو څخه منعه کړي اؤ په عمره ادا کولو یې هم بندیز لګولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: