پنجشنبه , اپریل 2 2020
کور / خبرونه / سندرز:بنیامین نتانیاهو یو ظالم، خودخواه او متعصب انسان دی

سندرز:بنیامین نتانیاهو یو ظالم، خودخواه او متعصب انسان دی

د امریکا راتلونکو ټاکنو ته د ډیموکراټ ګوند نوماند برني سندرز په یوه ټلویزیوني مناظره کې ویلي، د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو یو ظالم، خودخواه او متعصب انسان دی او په خبره یې د بریا په صورت کې به د امریکا سفارت له بیت المقدس څخه بېرته پخواني ځای تل اویو ته ولېږدوي. د بي بي سي انګلیسي څانګې د خبر له مخې، دې مستقل سیاستمدار په هغه غونډه کې هم له ګډون څخه ډډه کړې ده چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د امریکا او اسراییل ترمنځ د عمومي اړیکو ارزونې په پار په سپینه ماڼۍ کې جوړه شي. نوموړي زیاته کړې، دی ځکه په دغه غونډه کې ګډون نه کوي چې پکې له تعصبه ډک افکار تبادله کېږي. سندرز ویلي، امریکا باید د اسراییل د ملي امنیت ساتنه کې مرسته وکړي خو داسې نه چې د فلسطین د غم ځپلو خلکو درد له پامه وغورځول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: