پنجشنبه , جولای 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / سهیل شاهین: طالبان هم د افغان دولت یو تعداد بندیان خوشې کوي

سهیل شاهین: طالبان هم د افغان دولت یو تعداد بندیان خوشې کوي

په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان سهیل شاهين د نهې، سه شنبې، په ورځ په ټوېټر وویل طالبان به “ډېر ژر یو ښه تعداد بندیان خوشي کړي، ان شاالله.”

د طالبانو د دریځ نه وړاندې د افغانستان دملي امنیت دشورا ویاند حاوید فیصل ویلي وو چې افغان دولت نن ۹۰۰نور طالب بندیان له بنده خوشې کوي چې مقصد یې د اوربند دوام اؤ دبین الافغاني مذاکراتو پیل ته لاره هوارول دي.

امریکا اؤ طالبانو په ۲۹مه فرورۍ قطر کې د سولې په یو تړون لاسلیکونه کړي چې ددې تړون له مخې به دطالبانو ۵۰۰۰ بندیان له بنده خوشې کولی شي اؤ طالبان به هم دافغان دولت ۱۰۰۰ بندیان خوشې کوي.

افغان دولت تر دې دمخه هم ۱۰۰۰ طالب بندیان له زندانونو خوشي کړی شوي اؤ طالبان وایي هغوئ هم په لسګونو افغان سرتیري خلاص کړي دي.

سهیل شاهین د طالب قېدیانو ازادېدل ښه پرمختګ وبللو.
افغان حکومت او طالبانو د اختر په موقع د اور بند اعلان کړی و.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبری اداره وايي په داسې حال کې چې د طالبانو اعلان شوی درې ورځنی اور بند سر ته رسیږي داسې توقعات هم شته چې د قیدیانو د ازادېدو په نتیجه کې به په تشدد کې کموالی وشي او طالبان د ډزبندۍ په غځولو غور کوي.

ای پي د یو طالب مشر چې نوم یې نه دی څرګند کړی له قوله وايي که چېرې د قېدیانو د ازادېدو په ډول د اعلانونه پرمختګونه دوام لري نو ممکنه ده چې د ډز بندۍ د غځوولو په فېصله د وړاندې تګ امکان شته.

سهېل شاهین د طالب قېدیانو د ازادېدو په اړه خپل دریځ کې د ډز بندۍ د غځېدو په اړه څه نه دي ویلي

ولسمشر اشرف غني د اختر په وړومبۍ ورځ‌ په طالبانو غږ کړی ؤ چې نور باید دجګړو څخه لاس واخلي اؤ دخبرو دلارې دجنجال هواري ته راوړاندې شي.

طالبانو لا په سمدستي توګه د اشرف غني د اوربند غوښتنې ته غبرګون نه دی ښودلی خو د هغه لخوا د طالب بندیانو دخوشې کولو د لړۍ چټک کولو ستائنه یې کړې ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: