جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / سوریه کې اقتصادي وضعیت په شدیده توګه مخ پر ځوړ دی

سوریه کې اقتصادي وضعیت په شدیده توګه مخ پر ځوړ دی

د ملګرو ملتونو سازمان ویاند په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې په سوریه کې اقتصادي وضعیت په شدیده توګه مخ پر ځوړ دی او دمګړی نږدې یوولس میلیونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. دده په خبره که پر وخت اقدام و نه شي نو ښایي دوه میلیونه نور وګړي هم پر یاده شمېره ورزیات شي. نوموړي همدا راز ویلي چې د خوړو نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ دمګړی په سوریه کې نږدې ۹ میلیونه او پنځه سوه زره وګړي غذايي مصوونیت نه لري او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. ملګرو ملتونو پر نړیوالو غږ کړی چې په سوریه کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: