چهارشنبه , اګست 5 2020
کور / خبرونه / سوریه کې یوې چاودنې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

سوریه کې یوې چاودنې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

د سوریې په شمالي سیمه الحسکه کې د یوې چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون اته ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. د سانا خبري اژانس د خبر له مخې، یاده چاودنه نن سهار د الحسکه په له ګڼه ګوڼې ډکې یوې سیمې کې شوې ده. الحسکه چې د ترکیې اړوند ځواکونو په کنټرول کې ده په دې وروستیو کې یې امنیتي وضعیت یو ځل بیا ترینګلی شوی او د یادې سیمې ډېر شمېر اوسېدونکي د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: