دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / بين المللي / سویډن کې د قرآن کریم له سوځېدو وروسته مظاهرې شوي

سویډن کې د قرآن کریم له سوځېدو وروسته مظاهرې شوي

په سویډن کې د یو شمېر افراطي کیڼ اړخو له لوري د قرآن کریم له سوځولو وروسته مظاهرې شوې او مظاهرین او پولیس لاس او ګرېوان شوي دي.

په سویلي مالمو ښار کې یو شمېر موټرو ته اور ورته کړل شوی دی، د دکانونو مخې ویجاړې شوې، خو چارواکي وايي اوس وضعیت کنټرول شوی دی.

په رپوټونو کې ویل شوي، یو شمېر کسان نیول شوي هم دي.

له دې مخکې د جمعې پر ورځ پولیسو د قران کریم سوځولو په یوه غونډه کې د افراطي کیڼ اړخي ډنمارکي سیاستوال راسموس پلودن د ګډون مخه ونیوه.

خو د نوموړي پلویانو له بندیز سره سره په غونډه کې ګډون کړی او قران کریم ته یې اور ورته کړی دی.

سویډن پولیسو پر پوله پلودن ته اجازه ور نه کړه چې هېواد ته ننوځي.

پولیسو نوموړي ته وویل، چې د دوو کلونو لپاره یې سویډن ته پر تګ بندیز لګېدلی دی.

د ډنمارک د سخت کیڼ اړخه سټریم کرس (سخت دریځي) ګوند مشر راسموس پلودن د سږ کال لومړیو کې د توکمپالنې په ګډون د یو شمېر جرمونو له کبله یوه میاشت زندانی شوی و.

نوموړی د خپل ګوند پر خواله رسنیو پاڼو د اسلام مخالفو ویډيوګانو خپرولو په جرم زنداني شوی و.

راسموس پلودن د کډوالۍ ضد افراطي کیڼ اړخه ګوند مشري کوي چې مخکې یې اسلام ته سپکاوی کړی او قران کریم سوځولو پېښو کې ښکېل و.

د فرانسې خبري اژانس د رپوټ له مخې نوموړی د دوو کلونو لپاره سویډن ته د تلو اجازه نه لري.

د مالمو پولیسو فرانسې خبري اژانس ته ویلي، اندېښنه یې څرګنده کړې وه چې نوموړی به له قانونه سرغړونه وکړي او فعالیتونه به یې ټولنه له خطر سره مخامخ کړي.

يوه تبصره

  1. Completly satisfied with the watch so far. It is good looking

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: