دوشنبه , سپتمبر 21 2020
کور / خبرونه / افغانستان / سټولټنبرګ: ناټو افغانستان کې د کرونا د مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیولي دي

سټولټنبرګ: ناټو افغانستان کې د کرونا د مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیولي دي

ناټو وايي، له افغان ځواکونو او د حکومت له بنسټونو څخه به د کرونا په مبارزه کې کلک ملاتړ وکړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، کله چې ناټو په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي نو باید چې د کرونا وبا په پام کې ونیسي او له همدې کبله دغه سازمان په افغانستان کې د کرونا د مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیولي دي.

نوموړی وايي، ناټو ځواکونو تازه په نورستان ولایت کې پولیسو ته د کرونا د مخنیوي وسایل او تجهیزات ویشلي دي.

سټولټنبرګ ویلي، له افغانستان څخه یې خپل هغه سرتېري عاجل ایستلي او قرنطین کړي دي چې د کرونا پېښې په کې مثبتې تشخیص شوې وې.

د سټولټنبرګ په خبره افغان ځواکونو ته دغه سازمان په مشورو ورکولو پیل کړی دی چې څنګه له دغې وبا سره وجنګېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: