جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / سکاټ میلر په طالبان غږ کړی چې په هلمند کې روانه جګړه ودروي

سکاټ میلر په طالبان غږ کړی چې په هلمند کې روانه جګړه ودروي

سکاټ مېلر: طالبان دې پر هلمند روان تعرضي بریدونه ودروي

په داسې حال کې چې د هلمند ولایت پر مرکز او ځینو ولسوالیو باندې د طالبانو له لوري درنه جګړه روانه ده، په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قوماندان «سکا ټ مېلر» وایي، طالبان دې پر هلمند روان تعرضي بریدونه چې د دوحې له توافقنامې سره په ټکر کې دي؛ ودروي.
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو ویاند «سنی لیګت» په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي، چې د ناټو قاطع ماموریت د دولتي ځواکونو په ننګه په هلمند ولایت کې پر طالبانو باندې څو بریدونه کړي او له طالبانو څخه د دولتي ځواکونو د ژغورنې دا لړۍ به روانه وي.
نوموړي وړاندې د سکاټ مېلر په حواله پر طالبانو باندې غږ کړی، چې پر هلمند باندې روان تعرضي بریدونه ودروي؛ ځکه د مېلر په خبره، دا ډول بریدونه له توافقنامې سره په ټکر کې دي او د سولې له روانو خبرو سره سمون نه خوري.

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې د هلمند ولایت په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو له لوري «تصفیوي عملیات» روان دي، چې په ترڅ کې يې لسګونه پوستې سقوط شوې او د مرکز «لښکرګاه» ښار څلورمه امنیتي حوزه هم د طالبانو لاس ته لوېدلې.
سیمه کې د شته سرچینو له قوله، طالبانو په نادعلي، ناوه  او نهر سراج  ولسوالیو او د لښکرګاه ښار په اطرافو کې د دولتي عسکرو لسګونه مرکزونه تر خپل کنټرول لاندې راوستلې او شېبه په شېبه مخ په وړاندې روان دي.
د امنیتي حالت د قابو کولو په موخه تېره شپه ناوخته مرکزي حکومت له کابل او کندهار څخه د کمانډویانو قطعې هلمند ته لېږلې، چې ویل کېږي د طالبانو د «لیزري قطعې» له سخت مقاومت سره مخ دي او پرمختګ ته نه دي پرېښودل شوي.
د هلمند والي د روان حالت په اړه له اشرف غني سره تلیفوني خبرې کړې او د روان وضعیت د اګاه کولو تر څنګ یې خپلې ستونزې او اندېښنې هم ورسره شریکي کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: