سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / سکای نیوز: عراق کې د امریکا سفارت کارکوونکي په تېښته دي

سکای نیوز: عراق کې د امریکا سفارت کارکوونکي په تېښته دي

د امریکا د دفاع وزارت یو لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط سکای نیوز ته ویلي چې امریکا په عراق کې د خپل سفارت امنیت لپاره بې مخیني سخت امنیتي تدابیر نیولي دي. سرچینې زیاته کړې، په عراق کې د امریکا سفیر متیو ټولر له خپلو ټولو کارکوونکو سره یو ځای د امنیتي دلایلو له امله له سفارته وتلو ته اړ شوی دی. واشنګټن شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په عراق کې د خپل سفارت نیمایي کارکوونکي د امنیتي ستونزو له امله یا بېرته امریکا ته غوښتي او یا یې هم خوندي ځایونو ته لېږدولي دي. تر اوسه روښانه نه ده چې د ټولر په ګډون پاتې نور کارکوونکي به چېرته تللي وي خو سکای نیوز د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې دا کسان د عراق د کردستان نسبتاً امنې اربیل سیمې ته لېږدول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: