سه شنبه , اګست 4 2020
کور / خبرونه / شمالي وزیرستان: بمي چاودنې ګڼ شمېر پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

شمالي وزیرستان: بمي چاودنې ګڼ شمېر پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر شوې چاودنې شپږ پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د پاکستاني پوځ له لورې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا پېښه چې د شمالي وزیرستان جنوب ختیځه سیمه کې رامنځته شوې له امله یې دوه پوځیان وژل شوي او څلور نور سخټ ټپیان دي. پوځیانو ویلي چې تر پېښې وروسته پولیس سیمې ته رسېدلي او د پلټنې عملیات یې پیل کړي دي. د چاودنې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: