د پاکستان پوځ ویلي چې دوه پوځیان یې د شمالي وزیرستان په میران شاه کې په وسله والو برید کې وژل شوي دي.
د سپټمبر پر ۲۰مه د پاکستاني پوځ په اعلامیه کې ویل شوي چې یو تن وژل شوی سرتیری د سوات او بل تن یې د پاړه چنار اوسېدونکی دی.
بیان وایي چې پاکستاني سرتیري د «سپلګه» په نوم سیمه کې استخباراتي عملیات کول چې وسله وال برید ورباندې شوی دی.
د دغه برید مسؤلیت وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان ډلې منلې دی.
د یادې ډلې ویاند محمد خراساني نن په جنوبي وزیرستان کې هم په پوځ د یوې بمي چاودنې خبر ورکړی.
خراساني زیاتوي چې په چاودنه کې درې پوځیان وژلي.
د پوځ عامه اړیکو آیي ایس پي آر تر اوسه د دویمه پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.