یکشنبه , جنوري 17 2021
کور / خبرونه / قبايل / شمالي وزیرستان: ځایي خلکو د پوځ د کړنو پر خلاف احتجاج کړی

شمالي وزیرستان: ځایي خلکو د پوځ د کړنو پر خلاف احتجاج کړی

د میرانشاه په سپلګه کې د امنیتي ځواکونو خلاف دهرنه
د میرانشاه د سپلګې سیمه کی ځايي ولس نن له هغه وروسته دهرنه پیل کړې چې د شنبې په ورځ دغلته د دوو عسکرو له وژل کېدو پس د پرلتوالو په وینا پاکستانیو امنیتي عسکرو د دوی په وینا د کلي عام وګړي نیولي او تشدد یې ورباندې کړی دی. پرلتوال د خپلو نیولو کسانو د پرېښودو غوښتنه کوي.


له رسنیو سره په خبرو کې دوی وویل چې له هرې چاودنې پس د دوی له سیمې عام خلک اوچت کړل شي او بیا سخت تشدد ورباندې کېږي. د دوی په خبره که څه هم امنیتي ځواکونه ورسره ژمنه وکړي چې بیا به دغه ډول پېښې نه تکرارېږي خو له هرې چادونې یا بریده پس بیا بیا د دوی له کلیو بې ګناه کسان پورته کېږي؟


د سپلګې دهرنې یوه ګډونوال حمزه داوړ وايي، په سیمه کې د امنیت زمه واری د دوی نه بلکې د امنیتي ځواکونه ده، دی زیاتوي په دهرنه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ترڅنګ د سیمې خلک ناست دي او دا یې غوښتنه ده چې دا څلور پینځه کسان چې عسکرو له ځان سره بیولي دي، دا دې راخلاص کړي. دی وايي، دا دهرنه یې د دې لپاره کړې چې امنیتي ځواکونه پر عام ولس له تشدد کولو راوګرځوي.
حمزه داوړ دا هم وویل، چې سرکار دوی له ترهګرو پاک وزیرستان په نامه خپلو سیمو ته ورستانه کړ خو نن یې هغه د اېف سي ار تر قانون لاندې غونډ کلي تر سزا لاندې تېرېږي.
بلخوا له رسنیو سره د نوم نه ښودو په شرط یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي بیا د ځايي خلکو تورونه رد کړل او وايي چې دوی د معمول پلټنې کوي چې ککړ کسان ولټوي. نوموړی زیاتوي چې پر هېچا یې تشدد نه دی کړي او نه به وهل ټکول کېږي. د دوی په وینا د دې پلټنو پرمهال ځايي مشران هم ورسره مله دي. دی وايي له ولسه ملاتړ غواړي او ګرفتار کسان به ژر خوشې شي.
د یادولو ده چې د جنوبي وزیرستان په شکتوی کې هم ځايي ولس وايي، د روانې [سېپټېمبر] میاشتې پر څلورمه نېټه په سیمه کې د پاکستاني پوځ پر یوه ګاډي د بمي برید وروسته په دا بله ورځ پوځیانو پر ځايي خلکو تشدد کړی او ګڼ کسان یې نیولي ول.
د هغې پېښې پس د شکتوی خلکو د سپټمبر پر شپږمه رزمک ته په لاریون ولاړل چې پکې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخور عالمزېب مسید هم ورسره وو. دوی وروسته د پوځي لوړپوړو چارواکو په دې ژمنه پرلت ختم کړ چې د رزمک پوځي کمانډنټ به د سپټمبر پر ۱۴مه په شکتوی کې له ځايي خلکو پر شوي تشدد بخښنه غواړي. د جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان د صوبايي اسمبلۍ غړیو وویل چې پوځي چارواکی له ژمنې سره سم شکتوی ته نه وو ورغلی او نه یې له خلکو بخښنه غوښتې ده. په شکتوی کې نیول شوي ډېری کسان امنیتي عسکرو پرېښودي دي.
د شکتوی پېښې د سترګو لیدلی حال
د شکتوي شګې کلي يوه اوسېدونکي، عبدالمطلب د سېپټېمبر پر اوومه وويل، “پوځیانو ډېره بده رویه ورسره کړې، کله چې پر پوځ برید وشو نو سبا ته راغلل او څوک چې یې په خپل کور کښې ګېر کړل، هغه یې ډېر خراب ووهل، یو سړک جوړېدو، په هغه کې سل مزدوران ول، هغه یې غونډ ونیول، ویې وهل، دغسې خلک یې هم ډېر نیولی دی، د چا لاسونه یې ورمات کړي دي، پښې یې ورماتې کړې دي، په لار کې، په کور کښې چې به یې سړی ولیدلو نو هغه به یې ونیولو. کورونو ته له لوړو سره راغلي ول، تر ۴۰ به ډېر ول، هر سړی به یې نیولی او وهلی به یې. په کلي کې یو سکول جوړ دی، هغه ته یې بیول او هلته یې بندول.”
سرکاري دریځ
په شکتوی کې د راپورونو له مخې له ځايي خلکو سره د پوځیانو پر کړي تشدد د جنوبي وزیرستان له ډیپټي کمېشنر خالد اقبال څخه سرکاري دریځ واخیست نو د نوموړي وینا وه چې دوی ته داسې هېڅ نه دي رپورټ شوي، یوازې پر سوشل میډیا خبرونه چلېږي. دی وايي، پرون ورسره خلکو لیدلي ول نن به هم دوی خپلو کې مشوره سره کوي، له دوی سره ویني او وروسته به د دوی خبره پوځ ته رسوي.
تر دې وړاندې د ګل په ورځ هم د جنوبي وزیرستان د پوليسو مشر شوکت علي ومنله چې په سیمه کې پوځ او پولیس په ګډه عملیات کوي خو د شکتوی دپېښې په تړاو لا تر اوسه هېڅوک دوی ته د رپورټ کښلو لپاره نه دي ورغلي.
نوموړي زیاته کړه دلته یو عجیبه غوندې کلچر دی چې له یوچا سره زیاتی وشي نو هغه د تاڼې پرځای درنې ته ځي او ترڅو چې د تشدد او ګرفتارۍ خبره ده نو تراوسه موږ ته هېڅوک نه دی ر اغلی چې زما دا کس ګرفتار دی یا تشدد پر شوی دی.
د جنوبي وزیرستان په شکتوی کې پر ولسي وګړو د پاکستاني پوځ د مبيينه تشدد خلاف د سېپټېمبر پر اوومه پښتون ژغورنې غورځنګ په رزمک او ټانک کې مظاهرې وکړې. د غورځنګ يوه ځايي مشر عالمزیب مسيد په همدغه ورځ وويل چې پر ولسي وګړو تشدد د منلو وړ نه دی نو ځکه احتجاج کوي.

5 تبصرې

  1. You could definitely see your expertise in the work you write. The sector hopes for even more passionate writers like you who are not afraid to mention how they believe. All the time go after your heart.

  2. Nice blog here! Also your web site loads up very fast! What host are you using? Can I get your affiliate link to your host? I wish my web site loaded up as fast as yours lol

  3. You could certainly see your enthusiasm within the work you write. The sector hopes for more passionate writers such as you who are not afraid to mention how they believe. All the time go after your heart.

  4. It’s really a nice and helpful piece of info. I am happy that you shared this helpful information with us. Please keep us up to date like this. Thank you for sharing.

  5. I was just looking for this info for some time. After six hours of continuous Googleing, at last I got it in your web site. I wonder what’s the lack of Google strategy that don’t rank this kind of informative web sites in top of the list. Usually the top websites are full of garbage.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: