چهارشنبه , اګست 5 2020
کور / خبرونه / شمالي وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو چاودنه شوې

شمالي وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو چاودنه شوې

د شمالي وزیرستان په میرلي کې بم چاودنې یو امنیتي سرتېری وژلی او درې یې ژوبل کړي دي.

پیښه د جولای د ۲۳مې ماخوستن مهال مخې ته راغله کله چې امنیتي سرتېرو په عیدک کې د میرامشا او میرلي پر سړک ګزمه کوله.

یوه امنیتي سرتېري چې خپل نوم ښوول یې نه غوښتل، وویل، دا رېموټ کنټرول بمي برید وو.

چارواکی وايي، په پېښه کې سرتېری منصور وژل شوی او عمر، غفار او اصف ژوبل شول.

تر اوسه د دې برید مسؤلیت چا نه دی منلی.
خو له دې وړاندې چې په قبایلي سیمو نور پاکستان کې په امنیتي ځواکونو بریدونه شوي مسؤلیت د پاکستاني طالبانو حزب الاحرار او یا هم تحریک طالبان منلی

په شمالي وزیرستان کې دا برید تر هغې څو ساعته وروسته شوی چې د جولای ۲۳مې پر سهار پر موټرسایکل سپرو وسله والو یوه ښځه وویشته.

د جولای ۲۱مې پر ماښام هم د شمالي وزیرستان په همزوني کلي کې هدفي برید شوی وو چې پکې د سیمې یو مشر ملک افسر ووژل شو.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا ۱۰ لاکه خلک کډوال شول.

پر ۲۰۱۶ز کال حکومت په سیمه کې د عملیاتو تر پای وروسته زیاتره کډوال ستانه کړل او تر یوې مودې پورې هلته د امنیت وضع ښه وه خو له تېرو څه د پاسه دوو کلونو راهیسې هلته د هدفي وژنو یو شمېر پېښې شوې دي.

د سیمې اوسېدونکو د وژنو ضد څو ځلې مظاهرې کړې دي خو انتظامي او امنیتي چارواکي وايي، نه یوازې له خلکو وسلې ټولوي بلکې د حملو مخنیوي هڅې هم کوي.

په ۲۰۲۰ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ټول ۲۲ او په ۲۰۱۹ز کال کې ۵۱ هدفي بریدونه شوي ول.

په دې حملو کې لسګونه کسانو ته، چې پکې ځینې ځايي مشران، سرکاري افسران او امنیتي سرتېري هم شامل ول، مرګ-ژوبله اوښتې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: