شمالي کوریا یو ځل بیا پر امریکا غږ کړی دی چې د نورو په چارو کې د لاسوهنې پر ځای دې خپلو کارونو ته رسېدګي وکړي. د امریکا په چارو کې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت استازي کوون جونګ ګون ویلي، امریکا اوس په هغه موقف کې نه ده چې د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله وکړي. نوموړي د دواړو کوریاګانو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، که چېرته دا هېواد غواړي بریالۍ ټاکنې ولري نو خوله دې پټه ونیسي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د تېرې سه شنبې په ورځ وویل، د دواړو کوریاګانو ترمنځ د وروستيو کشمکشونو په اړه اندېښمن دي او غوره ده د خبرو مېز ته سره کېني.
