چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / افغانستان / صالح: په کابل هېڅ کوم بهرنی وګړی نه دی نیول شوی

صالح: په کابل هېڅ کوم بهرنی وګړی نه دی نیول شوی


طالبانو تر اوسه د ښاغلي صالح پر دې څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل خیر خانه سیمې د تلاشۍ عملیاتو کې هېڅ کوم بهرنی وګړی نه دی نیول شوی، بلکې د تښتونو او وژنو په تور نیول شوي کسان هغه وګړي دي چې تر څېړنو لاندې دي.

امرالله صالح دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ (مرغومی ۷/ډیسمبر ۲۷) د ‘ګهیځ شپږ نیمو غونډې’ په نامه فېسبوک کې خپاره شوي رپوټ کې کړې، چې کابو هر سهار یې خپروي.

ښاغلی صالح وايي، دوه کسان یې عملاً کابل ته د مقناطیسي ماین د لېږدولو پرمهال نیولي، چې تر دوو ورځو به د هغوی اعتراف هم شریک کړل شي.

د ولسمشر دویم مرستیال وايي، “مقناطیسي ماینونه او د ټولنې اسانه هدف کېدونکي وګړي، لکه خبریالان، مدني فعالان او کارپوهان د طالبانو کار دی، چې غواړي د ارزښتونو دفاع کې د خلکو اراده کمزروې کړي”.

دی وايي د “وحشت او جهالت دا کمپاین” د طالبانو لپاره له “رسوایۍ او کرکې پرته ستراتیژیکه لاسته راوړنه کېدای نه شي”.

طالبانو تر اوسه د ښاغلي صالح پر دې څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.

د هندوستان ټایمز رپوټ

وړاندې هندي رسنیو ادعا کړې وه چې د افغانستان ملي امنیت کابل کې د چینايي جاسوسانو یوه لس کسیزه ډله نیولې ده.

هندوستان ټایمز د ډیسمبر پر ۲۵مه، په یوه رپوټ کې د افغان امنیتي چارواکو او ډیپلوماتانو له قوله ویلي وو، “چین د افغانستان حکومت هڅوي، چې دا مسله افشا نه کړي”.

که څه هم دا ادعاوې په خپلواک ډول تایید شوې نه وې او بیجینګ او کابل کې چارواکو هم په رسمي ډول هغه وخت کوم غبرګون ونه ښود، خو پر خواله رسنیو د ډېر غبرګونونو راتلو لامل شو.

د هندوستان ټایمز په رپوټ کې راغلي وو چې دغو کسانو د حقاني شبکې په همکارۍ کابل کې د ترهې او ترور یوه هسته رامنځته کړې وه.

ویل کېږي دې هستې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ تر جعلي نوم لاندې د دې لپاره فعالیت کاوه چې افغانستان کې د دې ډلې غړي مالوم کړي.

ځینو کورنیو او بهرنیو رسنیو ویلي د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د دغو چیني جاسوسانو تر نیول کېدو وروسته کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره لیدلي او هغه ته یې ویلي که چین رسمي بښنه وغواړي او دا ومني چې نړیوال اصول یې تر پښو لاندې کړي نو کابل به دغه کسان وبښي.

چین له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د وضعیت د خرابیدو او خپل ګاونډ کې د اویغور وسله والو د مرکزونو له جوړېدو اندېښنه لري.

د اویغور وسله والو د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د چین د سینک یانګ ایالت د خپلواکۍ لپاره وسله واله مبارزه کوي.

2 تبصرې

  1. I truly enjoy reading through on this web site, it contains fantastic blog posts.

  2. Hi my loved one! I wish to say that this article is awesome, nice written and come with approximately all significant infos. I would like to look extra posts like this .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: