جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / بين المللي / طالبانو د ټرمپ څرګندونو ته هر کلی ویلی دی

طالبانو د ټرمپ څرګندونو ته هر کلی ویلی دی

طالبانو له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اعلان هرکلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی په راتلونکې کې د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو او مثبتو اړیکو هیله لري. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ټرمپ په یوه ټويټ کې اعلان کړه چې د روان میلادي کال تر پایه به خپل ټول عسکر له افغانستان څخه وباسي. خبرپاڼه کاږي، دوی د دغه اعلان هرکلی کوي او دا اقدام د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې د عملي کولو په برخه کې خورا مثبت ګام بولي. مجاهد څرګنده کړې، دوی په یاده هوکړه کې ذکر شویو ټولو مواردو ته ژمن دي او په راتلونکي کې به د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې او مثبتې اړیکې وپالي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: