یکشنبه , مې 31 2020
کور / خبرونه / طالبانو له ایران غوښتي چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي

طالبانو له ایران غوښتي چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي

طالبانو په یوه بیان کې له ایران څخه غوښتي چې له افغان کډوالو سره د ښه ګاونډیتوب او اسلامي ورورګلوۍ د اصولو پربنسټ چلند وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا په هریرود سیند کې د لسګونه افغانانو د ډوبولو او وژلو د ادعاوو په اړه تحقیقات کوي.

د افغانستان په یو شمېر کورنیو رسنیو او ټولنیزو شبکو د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې د شنبې په ورځ شاوخوا ۵۰ افغانان چې د دهنه ذوالفقار له غیرقانوني لارې د ایران خاورې ته ننوتي وو، د ایراني سرتېرو له خوا نیول شوي او له وهلو ټکولو وروسته هریرود سیند ته اچول شوي.

په راپورونو کې د څو کسانو د ژوندي پاتې کېدو خبر هم ورکړل شوی چې شمېر یې بېلابېل ښودل شوی.

طالبانو په خپل بیان کې د پېښې د مړو شمېره ۲۳ تنه ښودلې ده او قربانیان یې شهیدان بللي دي.

په بیان کې د ایراني چارواکو دا کار هم قساوت بلل شوی دی.

په هرات کې د ایران قونسلګرۍ دا راپورونه ناسم بللي او وايي چې بېلابېلو سرچینو او له هغې ډلې د تایبا د سیمې سرحدي چارواکو دا ادعاوې رد کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر خپل سیاسي معین ته دنده سپارلې ده چې په دې اړه هراړخیز تحقیقات وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: